هېواد ته رسېدونکو لپاره له سفر وړاندې، په جریان کې او وروسته وړاندیزونه
- که تاسې هېواد کې یاست، کور کې پاتې شئ او نورو سره له اړیکې ډډه وکړئ. له اړتیا، لکه خواړه او درمل پېرلو پرته بهر مه وځئ.
- په دوامداره توګه مو لاسونه په اوبو او صابون ووینځئ یا له خوړو وړاندې، په جریان کې او وروسته د لاسونو الکول لرونکی ضد عفوني کوونکی وکاروئ.
- که یو له لاندنیو نښو څخه لرئ: تبه – ټوخی – ساه اخیستلو کې ستونزه او له خلکو سره ګډ ژوند کوئ، ماسک واغوندئ او مناسبه هوا لرونکی ځای کې ځان منزوي کړئ.
- خپل شخصي توکي، لکه خپل د غاښونو برس، بالښت او د مېز چوکۍ له نورو سره مه شریکوئ.
- خوندي فاصله (۱٫۵ متر) وساتئ او هغه کس ته چې تنفسي نښې لکه ټوخی او پرنجی لري نژدې مه ورځئ.
- د نقدې پیسې پر ځای کارت وکاروئ.
- د نورو خلکو سامان مه لمس کوئ.
- یوازې باید هغه مهال چې نښې ولرئ یا د ناروغ کس پاملرنه کوئ ماسک واغوندئ. که غواړئ ويي کاروئ، باید پوه شئ چې څنګه يي په مناسبه توګه وکاروئ.
- تر دې مهاله، دا چې نوی کورونا وایرس د هوا له لارې هم خپرېږي ثابته شوې نه ده. دا هغو څاڅکو چې ټوخی او پرنجی له امله شیندل کېږي او ککړو لاسونو او سطحو له لارې خپرېږي.
- د الوتکې دستګیرونه او سطحه مه لمس کوئ. که مو لمس کړ، له ځنډ پرته مو لاسونه ووینځئ.
- مجلسونو څخه ډډه وکړئ.
- د ټوخی یا پرنجی پر مهال خپله خوله دستمال سره پټ کړئ او په مناسبه توګه يي لرې وغورځوئ.
- ډېر مایعات وڅښئ.
- د ماشومانو په صورت کې، والدین باید خپل ماشومان ورته لارښوونې تعقیبولو سره خوندي وساتي.
- له چا سره لاس مه ورکوئ او فزیکي اړیکه مه نیسئ.
- رسېدو سره، که تاسې تبه – ټوخی – ساه لنډۍ په څېر نښې لرئ، له ځنډ پرته چارواکي خبر کړئ.