دا څه دی؟
کرنتین:
دا د هغو ناروغو کسانو چې ساري ناروغي لري یا يي لېږدوي، د منزوي کولو یوه کړنلاره ده تر څو د ناروغ خوځېدنه لږ کړي او نورو کسانو ته د وایرس د خپرېدو مخه ونیسي.
روغتیايي کرنتین:
هغه روغ کسان چې نښې نه لري خو د ناروغۍ لرلو شک پرې کېږي، تر هغې پورې چې د کرنتین موده يي تېره کړې نه وي او ډاډ ترلاسه شوی نه وي چې روغ دی کرنتین کېږي او ټولې اړتیاوې يي پوره کېږي.
کورنۍ کرنتین:
هغه کس چې روغتون کې بستر کېدو ته اړتیا نه لري او ثابت دی، کور کې ښه هوا لرونکې خونه کې منزوي کېږي او د کرنتین مودې بشپړېدو پورې د کورنۍ له غړو سره هم نیغه اړیکه نه نیسي. د کورنۍ نورو غړو سره خبرو لپاره، دغه کس باید ماسک اغوستی وي او لږ تر لږه یو متر خوندي فاصله وساتي.