لاسونه مو تاسې ته نړۍ ته لاس رسی درکوي.
هغوی ټوله ورځ، هره ورځ ستاسې چوپړ کې وي
او دا هغوی د میکروب او ناروغۍ خطر سره مخ کوي.
موږ ټول تل خپل لاسونه وینځو،
او فکر کوو چې په سمه توګه يي وینځو،
خو ایا زموږ لاسونه واقعاً هم پاک دي؟
زه نن دغه لابراتوار کې یم
تر څو د لاسونو وینځولو ۵ مختلفې لارې وازمویم،
او د هر یوه پایله سره پرتله کړم
اکثره خلک فکر کوي چې خپل لاسونه په سمه توګه وینځي،
موږ به اوس د خلکو د لاس وینځو مختلفې لارې وښیو
او په ګډه به ومومو چې کومې لارې سم او کوم يي ناسم دي.
زه چمتو یم چې خپل لاسونه په باکتریا ککړ کړم!
زه په خپلو لاسونو اېشېریکیا کولي باکتریاوې اچوم،
او بیا یوه نمونه اخلم،
که څه هم اوس زما لاسونه په باکتریا ککړې دي،
خو ما ته بیا هم پاک ښکاري،
دا هغه څه دي چې تاسې فکر کوئ، د نورو هغو خلکو په څېر چې فکر کوي باکتریا په خپلو سترګو لیدلی شي.
موږ د لاس وینځلو لومړۍ طریقې سره پیلوو،
کوم کې چې یوازې اوبه کارول کېږي
بیا مې بله نمونه واخیستله،
بیا مې خپل لاسونه په ۴ نورو طریقو ووینځل،
له اوبو او صابون سره د ۵ ثانیو لپاره،
له اوبو او صابون سره د ۴۰ ثانیو لپاره.
بیا مې د لاسونو ضد عفوني کوونکی وکاروله
یو ځل ۵ ثانیو لپاره
او یو ځل ۲۰ ثانیو لپاره.
موږ د ۵ مختلفو لارو ازموینه پای ته ورسوله
او دغو پیتري لوښو کې مو نمونې واخیستلې.
۲۴ ساعتونه تېر شول، او پایلې چمتو دي.
لاسونو وینځلو څخه وړاندې باکتریا داسې ښکارېده،
او دا یوازې په اوبو وینځلو څخه وروسته ده،
او دا ۵ ثانیو لپاره اوبه او صابون کارولو څخه وروسته ده،
د دې یو لپاره،
دا اوبه او صابون کارولو څخه وروسته ده
ضد عفوني کوونکي
د صابون او اوبو نشتوالي کې غوره بدیل دی.
د ضد عفوني کوونکی د کارونې سمه طریقه
دا ده چې په ټول لاس يي ووهئ او د ۲۰ ثانیو لپاره يي وموښئ،
په پای کې،
تل په یاد ولرئ،
چې خپل لاسونه په
صابون او اوبو
د ۴۰ ثانیو لپاره وینځل
خپل ځان له وایرس
او ناروغۍ څخه ژغورلو لپاره لومړی قدم دی.
تل مو لاسونه ووینځئ… او ښه ژوند وکړئ.