کووېډ-۱۹ لپاره ستاسې لارښوود

کورونا ویروس څخه مخنیوی

نوی کورونا ویروس (کووېډ-۱۹)

د کووېډ-۱۹ لېږد

  1. د ناروغ کس ټوخی یا پرنجی څخه په مستقیمه توګه د تنفسي سیستم څاڅکو له لارې لېږدول کېږي
  2. ککړو ځایونو او اوازرو لمس کولو او له هغې وروسته خپل خوله، پوزه، یا سترګې لمس کولو سره په غیر مستقیمه توګه خپرېږي
  3. اغېزمن شویو کسانو سره نیغه اړیکه

د کووېډ-۱۹ نښې:

  • تبه
  • ټوخی
  • ساه لنډۍ

کووېډ-۱۹ څخه مخنیوی:

  • په منظمه توګه خپل لاسونه په صابون او اوبو ووینځئ
  • پرنجی یا ټوخی پر مهال خپل خوله او پوزه پټ کړئ
  • هر هغه کس چې د تنفسي ناروغۍ نښې لکه ټوخی یا پرنجی ولري سره له مستقیمې اړیکې ډډه وکړئ.

کله باید خپل لاسونه ووینځئ؟

  • خواړه پخولو څخه وړاندې، په جریان کې او وروسته
  • خوړو څخه وړاندې
  • ټوخی یا پرنجی څخه وروسته
  • ناروغ کس پاملرنې څخه وړاندې او وروسته
  • تشناب کارولو څخه وروسته
  • د ماشوم پمپر بدلولو څخه وروسته
  • څارویو لمس کولو څخه وروسته
  • کثافاتو لمس کولو څخه وروسته

کووېډ-۱۹ څخه مخنیوی لپاره د لاسو د وینځلو مناسبه طریقه:

کله؟

  • خوړو څخه وړاندې او وروسته
  • ټوخی او پرنجی څخه وروسته
  • تشناب کارولو څخه وروسته

خپل لاسونه په صابو، اوبو یا ضد عفوني کوونکی د ۴۰ ثانیو لپاره ووینځئ.

مېکروب کمولو لپاره د پرنجی اداب:

  • دستمال کارولو سره پرنجی یا ټوخی پر مهال خوله پټه کړئ
  • یا خپل د خپل څنګل داخلي برخه وکاروئ
  • خپل لاسونه په تړمو اوبو او صابون د ۴۰ ثانیو لپاره ووینځئ
  • څومره ژر چې ممکن وي دستمال لرې وغورځوئ

د کورونا ویروس نښې لرونکو کسانو لپاره مهمه مشوره:

ایا تنفسي نښې لرئ او تېرو دوو اوونیو کې مو یو له هغو هېوادونو کې چې د کورونا ویروس قضيي په کې ثبت شوي وخت تېر کړی؟

  • طبي ماسک واغوندئ.
  • له ۹۳۷ سره اړیکه ونیسئ.
  • تر ټولو نژدې روغتون ته ولاړ شئ.

ماسک مه اغوندئ…

مګر دا چې:

  1. تنفسي نښې، لکه پرنجی او ټوخی ولرئ
  2. د هغه کس چې تنفسي نښې لري پالنه کوئ.

کورونا ویروس څخه خوندیتوب لپاره مهم اقدامات:

  1. هغو کسانو سره چې د عادي زکام او انفلونزا نښې لري نژدې اړیکې څخه ډډه وکړئ.
  2. نظافت مراعت کړئ.
  3. د پرنجی او ټوخی اداب مراعت کړئ.
  4. د څارویو، دواړه وحشي او فارمي څارویو له غیر خوندي لمس څخه ډډه وکړئ.

کله جلا کېدل اړین دی؟

  • که د کووېډ-۱۹ معاینات مثبت وي، ناروغان په روغتون کې جلا کېږي.
  • هغه کسان چې نښې لري خو ثابت شوی چې ناروغ کس سره اړیکه کې شوی، هغوی به کور کې جلا کېږي. څنګه؟ تر هغې پورې چې تایید شوی نه وي چې تاسې ویروس نه لرئ کور کې پاتې کېدل (د اوو-اونیو انکیوبیش مودې پای ته رسېدو څخه وروسته).

د کورنۍ انزوا لارښوونې

  • ټوخی یا پرنجی پر مهال دستمال وکاروئ او بیا يي کثافت دانۍ کې واچوئ، خپله خوله د خپل لستوڼي په داخلي برخه پټه کړئ، له هغې وروسته خپل لاسونه په صابون او اوبو ووینځئ یا ضد عفوني کوونکی وکاروئ.
  • کور کې خپلې خونې کې پاتې شئ او د امکان تر حده نورو سره له اړیکو ډډه وکړئ
  • له نورو څخه وغواړئ چې ستاسې کارونه ترسره کړي
  • سفر او عامه ځایونو (ښوونځی یا کار) ته تګ څخه ډډه وکړئ
  • کور کې مېلمنو څخه لرې واوسئ

کله چې نورو سره اړیکه اړینه وي:

  • ترمنځ مو لږ تر لږه یو متر فاصله وساتئ
  • کور پرېښودلو یا نورو سره اړیکې پر مهال ماسک وکاروئ

د کووېډ-۱۹ سفري وړاندیزونه او روغتیايي لارښوونې:

  • یوازې د اړتیا پر مهال سفر وکړئ
  • که تبه، ټوخی یا ساه لنډۍ لرئ، ابتدايي مرحلې کې روغتیايي مرستې په لټه شئ او خپل د سفر پخواني سوانح خپل روغتیايي پاملرنې وړاندې کوونکی سره شریک کړئ
  • تبې یا ټوخي لرلو پر مهال سفر څخه ډډه وکړئ
  • هغو هېوادونو ته چې ویروس په کې خپور شوی له سفر څخه ډډه وکړئ
  • اوږدمهال ناروغۍ لرونکي باید له سفر څخه وړاندې ډاکټر سره وویني

که کومه پوښتنه لرئ، ۹۳۷ سره اړیکه ونیسئ.

ځینې فکر کوي چې کورونا ویروس باندې اخته کېدو څخه مخنیوی لپاره باید تل ماسک واغوستل شي

یوازې هغه کسان چې تنفسي نښو، لکه ټوخی او پرنجی باندې اخته وي؛ یا هغه کسان چې ناروغو کسانو سره يي اړیکه نیولی وي باید ماسک واغوندي.

 

نېټه
شریک کړئ
Share on twitter
ټوېټر
Share on facebook
فېسبوک
Share on telegram
ټلګرام
Share on whatsapp
وټس‌اپ

نور ولټوئ

دغه ناورین پر مهال ټولو دولتي ادارو ترمنځ ښکلې همغږي د یو نومیالی مشر له لوري چې نه ستړی کېدونکی کار کوي رهبري کیږي. نوموړی داسې یوه ډله چې د هممهالۍ او کیفیت په تر ټولو لوړو معیارونو برابر دي، او اتباع خپل اصلي لومړیتوب گڼي رامنځته کړې ده.
ډاکټر توفیق الرابعه
د روغتیا وزیر

موږ تعقیب کړئ

د دغې وېب پاڼې معلومات د عامې روغتیا وزارت له لوري تایید شوی دی

Share on twitter
Share on facebook
Share on whatsapp
Share on telegram

من خلال النقر على أي رابط في هذه الصفحة ، فإنك توافق على سياسة الخصوصية الخاصة بنا

نستعمل ملفات Cookies الخاصة بك، لفهم طريقة تصفحك للموقع وكذا تعزيز تجربة الاستخدام بشكل عام